د عربستان حکومت د مخالفانو نیولو ته دوام ورکړی
زمونږ خبریال وايي په عربستان کښې خبرو سرچینو د ولیعهد محمد بن سلطان په حکم د دغه هیواد له پخواني ولیعهد سره د غږمله او پلوي عسکرو د نیولو د نوي پړاو د پیلیدا خبر ورکړ .
د سعودي عربستان دغو خبرو سرچینو وویل دغه نیول شوي په خورا توګه د کورنیو چارو وزارت افسران دي کوم چې د پخواني ولیعهد محمد بن نایف پلویان دي او اوسني ولیعهد محمد بن سلمان د دغو افسرانو لخوا د کودتا د رامینځته کولو له ویرې هغوې ونیول .
د سعودي عربستان خبرو سرچینو وویل د عربستان له فساد سره د مبارزې او د حساب کتاب ادارې هغه اطلاعیه چې وايي دغه دوه سوه (۲۰۰) کسان د بیلابیلو موضوعګانو په وجه نیول شوي دي غلطه ده او ټول نیول شوي کسان د پخواني ولیعهد محمد بن نایف ملاتړي عسکر او افسران دي .
درې (۳) میاشتې مخکې هم د سعودي عربستان د حکومت د مخالفو شخصیتونو خبري سرچینو وویل د ریاض امنیتي ځواکونو د پخواني ولیعهد محمد بن نایف په لسګونو پلویان چې په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو کښې یې فعالیت کاوه نیولي دي .
د انګلستان ټایمز ورځپاڼې څه موده مخکې راپور ورکړ د عربستان پخوانی ولیعهد محمد بن نایف په یوې (۱) دښتې کښې په یوه (۱) زندان کښې شکنجه کیږي او هغه له عصا او کوتک پرته په لاره نشي تللی او د نیول کیدا په وخت کښې یې شپږدیرش (۳۶) کلوګرامه وزن کم شوی دی .