سعودي عربستان نور ۴۱ بندیان اعداموي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i105866-سعودي_عربستان_نور_۴۱_بندیان_اعداموي
سعودي لیکس اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د سعودي عربستان په زندانونو کښې یوڅلویښت (۴۱) بندیان د ظالمانه حکمونو په صادریدا سره په اعدام او پانسۍ محکوم دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 20, 2021 06:23 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان نور ۴۱ بندیان اعداموي

سعودي لیکس اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د سعودي عربستان په زندانونو کښې یوڅلویښت (۴۱) بندیان د ظالمانه حکمونو په صادریدا سره په اعدام او پانسۍ محکوم دي .

د بشري حقوقو موسسو پرون وویل د سعودي عربستان چارواکو د دوه زره لومړي(۲۰۰۱) میلادي کال له لومړیو څخه تراوسه د کابو پنځوسو (۵۰) نیول شویو کسانو د اعدام حکم اجرايي کړ او په دغه هیواد کښې یوڅلویښت (۴۱)نور  زنداني شوي کسان هم د اعدام له سزا سره مخ دي .

دغه راپور وايي د سعودي عربستان قضايي اداره د بندیانو پرضد د داسې  ظالمانه اعدام حکمونه ورکوي چې پکښې هیڅ عدالت او شفافیت نشته او دغه حکمونه یوازې هغو اعترافاتو ته په پام سره چې له بندیانو په زوره اخیستل کیږي صادر شوي دي .

سعودي عربستان د سترو قدرتونو یعني د امریکا او د بریتانیا د ملاتړونو او چپتیا په سیوري کښې د خلکو پرضد ناعادلانه قضايي حکمونه اجرا کوي .