د سعودي عربستان حکومت علي النمر خوشی کړ
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د ستر شیعه مذهبي مشر شهید شیخ نمر باقر النمر وراره علي النمر چې په هیواد کښې د حکومت پرضد اعتراضونو کښې د ګډون په جرم مخکې په اعدام محکوم شوی و پرون له زندان څخه خوشی شو .
د بشري حقوقو د دفاع په نوم ډلې وویل علي النمر په ماشومتوب کښې د حکومت پرضد اعتراضونو کښې د ګډون په خاطر له دوه زره دولسم (۲۰۱۲) میلادي کال راهسې په زندان کښې و او له لس (۱۰) کاله قید وروسته اوس خوشی کړی شوی دی .
علي النمر په دوه زره دولسم (۲۰۱۲) میلادي کال کښې د خپل تره شیخ نمر باقر النمر له اعدام څخه کلونه مخکې او هغه وخت چې اولس(۱۷) کلن و په القطیف ولایت کښې په اعتراضونو کښې له ګډون کولو وروسته ونیول شو او په هغه باندې په جرم ترسره کونکي ډلې کښې د شاملیدا ، جنایت او د عربستان په پولیسو باندې د حملې کولو تورونه ولګول شول .
د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو په تیرو میاشتو کښې د شهید شیخ نمر باقر النمر د دیرش (۳۰) کلن ورور امین باقر النمر په شمول د هغه د کورنۍ یوشمیر غړي نیولي دي .
په عربستان کښې بشپړه دیکتاتور حکومت ټینګ دی او خلک هیڅ ډول ازادۍ نلري او په کوچنۍ خبره خلک نیول کیږي او بیا کلونه کلونه په زندانونو کښې شکنجه او ځورول کیږي او په ډیرو موردونو کښې یې سرونه وهل کیږي .