عربستان د خبرو اترو ټولې ورونه تړلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107700-عربستان_د_خبرو_اترو_ټولې_ورونه_تړلي_دي
زمونږ خبریال وايي د لبنان د پخواني لومړي وزیر سلاکار رفعت البدوي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې سعودي عربستان د خبرو اترو ټولې دروازې بندې کړي دي وویل دغه رژیم هڅه کوي په سیمه کښې د خپلې ماتي د خوړلې او د تاوانونو مسولیت د لبنان په غاړه واچوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2021 07:02 Asia/Kabul
  • عربستان د خبرو اترو ټولې ورونه تړلي دي

زمونږ خبریال وايي د لبنان د پخواني لومړي وزیر سلاکار رفعت البدوي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې سعودي عربستان د خبرو اترو ټولې دروازې بندې کړي دي وویل دغه رژیم هڅه کوي په سیمه کښې د خپلې ماتي د خوړلې او د تاوانونو مسولیت د لبنان په غاړه واچوي .

هغه نن وویل هرڅوک چې داسې تصور وکړي چې د لبنان او د سعودي عربستان ترمینځ اقتصادي او ډیپلوماټیک کړکیچ د لبنان د اطلاعاتو د وزیر جارج قرداحي له څرګندونو سرچینه اخلي نو غلطۍ کوي .

د لبنان د پخواني لومړي وزیر سلاکار رفعت  البدوي ډاګینه کړه که چیرې تیر وخت ته ورستانه شوو نو د امریکا ولسمشرانو او د هغوې خارجه وزیرانو له یمن سره د سعودي عربستان جنګ یوه (۱) چټي جګړه بللي ده خو عربستان ورته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی .

هغه وویل هماغه ډول چې د لبنان ځینو کسانو چې د عربستان ملګري دي او په  بیلابیلو وختونو کښې یې د یمن جنګ چټي بللی دی او له دې ورهاخوا هم تللي دي او د انساني غمیزو د بندیدا غوښتنه یې کړي ده خو عربستان ورته هیڅکله غبرګون نه دی ښودلی دی .