د مأرب صوبې تر آزادۍ يوازې دوه ښارونه پاتې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107764-د_مأرب_صوبې_تر_آزادۍ_يوازې_دوه_ښارونه_پاتې_دي
د يمن د وسله والو ځواکونو وياند د ربيع النصر نومې عملياتو د دويمې مرحلې د تفصيلاتو په بيانولو سره وويل: د مأرب صوبې تر آزادۍ پورې يوازې دوه ښارونه باقي پاتې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2021 02:22 Asia/Kabul
  •  د مأرب صوبې تر آزادۍ يوازې دوه ښارونه پاتې دي

د يمن د وسله والو ځواکونو وياند د ربيع النصر نومې عملياتو د دويمې مرحلې د تفصيلاتو په بيانولو سره وويل: د مأرب صوبې تر آزادۍ پورې يوازې دوه ښارونه باقي پاتې دي.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې جنرل يحيی سريع زياته  کړه په تېرو هفتو کښې هم د يمن وسله والو ځواکونو په البيضاء، شبوه  او مأرب صوبو کښې کاميابه فوځي عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، يمني ځواکونه د البيضاء صوبې په بشپړه توګه آزادولو کښې کامياب شول.

د يمن د وسله والو ځواکونو وياند د ټول هېواد تر آزادۍ او خپلواکۍ پورې د فوځي عملياتو دوام ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ربيع النصر نومې عملياتو په دويم پړاو کښې په مأرب صوبه کښې الجوبه او جبل مراد سيمې تر يو زر يو سل مربع کيلوميټرو رقبې پورې آزاد شول.

جنرل سريع وويل، يمني ځواکونو همدارنګ العمود سيمه هم آزاده کړه او  مأرب ښار ته د ننوتلو الفلج سيمې ته نزدې شوي دي.

هغه زياته کړه د ربيع النصر نومې عملياتو د دويمې مرحلې په دوران کښې د سعودي تيري ګر ائتلاف د جنګي الوتکو يو سل نهه پنځوس ځل حملو هم د يمني جنګياليو د پرمختګ مخه ونه نيوې شوه.

جنرل سريع دې ته هم اشاره وکړه چې د ربيع النصر علمياتو په دويمه مرحله کښې د يمن هوائي دفاعي سېسټم د دښمن له جنګي الوتکو سره شپږ اتيا ځل مقابله وکړه او توغنده اي يونت هم اوه څلوېښت عمليات ترسره کړل چې پکښې د يمن په نيواکي زمکو کښې د دښمن يودېرش ځايونه او د سعودي په خاوره کښې شپاړسم ځايونه په نښه کړې شوي دي.

هغه همدارنګ وويل چې د يمن ډرون يونټ هم يو سل يو څلوېښت عمليات ترسره کړل چې په يو سل اتويشتو عملياتو کښې په نيواکي سيمو کښې د دښمن د اهدافو او ديارلس عمليات د سعودي په خاوره کښې دننه د دښمن د اهدافو په خلاف اوشول.