د سعودي وليعهد په ماڼۍ د يمني ځواکونو هوائي حمله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108486-د_سعودي_وليعهد_په_ماڼۍ_د_يمني_ځواکونو_هوائي_حمله
رسانه اي سرچينو د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان په ماڼۍ د يمني ځواکونو د هوائي حملې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 18, 2021 07:27 Asia/Kabul
  • د سعودي وليعهد په ماڼۍ د يمني ځواکونو هوائي حمله

رسانه اي سرچينو د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان په ماڼۍ د يمني ځواکونو د هوائي حملې خبر ورکړ.

د العهدالجديد سائيټ د رپوټ له مخې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو په دې وروستيو کښې د سعودي د تبوک صوبې په نيوم ښار کښې د دغه هېواد د وليعهد  محمد بن سلمان په ماڼۍ  حمله وکړه.

د دغه رپوټ له مخې د يمني ځواکونو دغه حمله د محمد بن سلمان د ماڼۍ چاپېره د پېټرياټ نومې نوي سېسټم له نصب کېدو وروسته اوشوه.

د سعودي وليعهد تېره هفته د نيوم ښار ته د سفر ترڅنګه په نيوم پروژه کښې د اوکساګان صنعتي ښار جوړول اعلان کړل او ادعا يې وکړه چې دغه ښار  به د نړۍ په اوبو کښې تېرېدونکے ترټولو ستر صنعتي کمپلېکس وي او د سعودي په سيمه ايز تجارت او د دغه هېواد په اقتصادي وده کښې به مهم رول ولري.

د دغې حملې د زيانونو په  اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے خو د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو دغه حمله ښودنه کوي چې بن سلمان په نيوم نوي او ماډرن ښار کښې په خپله ماڼۍ کښې هم په امن کښې نه دے.