عربستان د لبنان د له مینځه وړلو کوشش کوي
Nov 19, 2021 03:06 Asia/Kabul
المنار ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د حزب الله د دیني چارو د شورا مشر شیخ محمد یزبک وویل سعودي عربستان د لبنان د تباه کولو هڅه کوي .
هغه وویل له هغو ټولو کسانو چې یو ډول د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له پروژې سره اړونده دي باید مقابله وکړو .
د حزب الله د دیني چارو د شورا مشر شیخ محمد یزبک د بیروت پرضد د سعودي عربستان دښمانانو اقداماتو ته په اشارې سره وویل عربستان نه غواړي په لبنان کښې یو (۱) حکومت وي او سعودي عربستان په حقیقت کښې د لبنان د تباه کولو کوشش کوي .
سعودي عربستان او یو شمیر نورو عربوهیوادونو څه موده مخکې د یمن د جنګ په هکله د لبنان د اطلاعاتو د وزیر د څرګندونو په پلمه له بیروت سره خپلې اړیکې غوڅې کړې .
د لبنان چارواکو د سعودي عربستان دغه اقدام د نه توجیه وړ بللی دی .
ټیګونه