په عراق کې دوې پرلپسې چاودنې شوې
Nov 29, 2021 04:06 Asia/Kabul
نن سهار وختي د عراق په مختلفو سیمو کې دوې پرلپسې چاودنې وشوې.
د خبري سرچینو له راپور سره سم، لومړۍ چاودنه د عراق د دیالی د ولایت په شمال ختیځه سیمه العباره کې په یوه د ملکي وګړو له یو کور سره شوې او دوهمه چاودنه بیا د میسان په ولایت کې په یو دوکان باندې شوې ده.
تر دې دمه د یادو چاودنو د مرګژوبلې په اړه معلومات نه دی ورکړل شوی.
ټیګونه