د یمن پوځ  دعربستان  یوه جاسوسي  الوتکه نسکوره کړه 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109430-د_یمن_پوځ_دعربستان_یوه_جاسوسي_الوتکه_نسکوره_کړه
    د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  دفاعي قدرت  د سعودي ائيتلاف  په وسیله  له هراړخیزې کلابندۍ سره سره ،  هماغه راز ورځ تر بلې په زیاتیدا دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2021 02:54 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ  دعربستان  یوه جاسوسي  الوتکه نسکوره کړه 

    د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  دفاعي قدرت  د سعودي ائيتلاف  په وسیله  له هراړخیزې کلابندۍ سره سره ،  هماغه راز ورځ تر بلې په زیاتیدا دی.

 فارس خبری اژانس راپور ورکړ، دیمن دپوځ ویندوي یحیی سریع  په یولړ څرګندونو کې ووئیل و ددغه  هیواد  د هوافضا ځواک  توغندوي یونټ  توانیدلی دی ، د سعودي عربستان یوه  سی ایچ -۴ ډوله  جاسوسي ډرون الوتکه  له مځکې په هوا ویشتونکي توغندي سره  د مارب ولایت  په الوادي سیمې  فضا کې ویشتي او نسکوره ئې کړې ده .

یحیی سریع وئيلي دي ، هغه توغندی چې  ددغې ډورن په نسکورولو کې ورڅخه استفاده شوې   تر دې دمه ئې مخ کتنه نه ده شوې .

    د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  دفاعي قدرت  د سعودي ائيتلاف  په وسیله  له هراړخیزې کلابندۍ سره سره ،  هماغه راز ورځ تر بلې په زیاتیدا دی.

 له دې سره په یووخت د  یمن  مرستیال خارجه وزی رحسین العزي پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې  وئیلي دي ،د مارب ولایت دبشپړ آزادولو لپاره  داپوټه شمیرنو له پیلیدا سره په یووخت ، د سعودي ائيتلاف  یوشمیر  لوړپوړي  غړي ، دیمن  له مقاومت سره دیوځاي کیدا لپاره تیار شوي دي . هغه وئیلي ، د تالی څټو په  مرکزونو کې دړې وړې کیدا چټکه شوې ده  او د دوي ځيني لوړپوړي مسئولانو  له مونږ سره ارتباط ټينګ کړی دی .

د یمن د ولسی کمیټیو د سیاسی شورا یوه مسئول مقام محمد البخیتي  هم  نن سهار په یوه پيغام کې وئيلي دي ، د مارب ولایت  د بحران دختمولو لپاره ټاکونکي ساعتونه رانزدې شوي دي . او په دې اړه به د  یمن مظلوم ولس ډير زر ځیری واوري .