د عراق النجبا غورځنګ د امریکا په شتون نیوکه وکړه
زمونږ خبریال وايي د عراق د النجبا غورځنګ د سیاسي شورا غړي حیدراللامي له ځینو وسلو د استفادې د څرنګوالي د روزنې لپاره د امریکا د عسکرو د شتون د ضرورت په هکله د عراق د حکومت دریځ د جنګي ځواکونو او د هغوې فکري توان ته سپکاوی وباله .
هغه وویل د مقاومت ډلې کوشش کوي د امریکا پوځيان له عراقه وشړي ځکه چې د هغوې د شتون لپاره هیڅ قانوني توجیه نشته او هم شرع او هم نړیوال اصول د مقاومت ځواکونو ته اجازه ورکوي د نیواکګرو ځواکونو له شتون سره مقابله وکړي .
حیدر اللامي وویل په افغانستان کښې د امریکا تجربه ولیدل شوه او مونږ د امریکا د ځواکونو تر څارنې لاندې له شل (۲۰) کاله روزنې سره سره د طالبانو په وړاندې د افغانستان د پوځ ماتي ولیدله او مونږ د جنګي ، د مشورتي او د روزنې په شمول په عراق کښې د امریکا هیڅ عسکر ته ضرورت نلرو .
د عراق اکثره خلک او سیاسي ګوندو له هیواده د امریکا د ترهګرو پوځیانو د وتلو غوښتنه کوي .