د عراق النجبا غورځنګ د امریکا په شتون نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109590-د_عراق_النجبا_غورځنګ_د_امریکا_په_شتون_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال وايي د عراق د النجبا غورځنګ د سیاسي شورا غړي حیدراللامي له ځینو وسلو د استفادې د څرنګوالي د روزنې لپاره د امریکا د عسکرو د شتون د ضرورت په هکله د عراق د حکومت دریځ د جنګي ځواکونو او د هغوې فکري توان ته سپکاوی وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2021 11:20 Asia/Kabul
  • د عراق النجبا غورځنګ د امریکا په شتون نیوکه وکړه

زمونږ خبریال وايي د عراق د النجبا غورځنګ د سیاسي شورا غړي حیدراللامي له ځینو وسلو د استفادې د څرنګوالي د روزنې لپاره د امریکا د عسکرو د شتون د ضرورت په هکله د عراق د حکومت دریځ د جنګي ځواکونو او د هغوې فکري توان ته سپکاوی وباله .

هغه وویل د مقاومت ډلې کوشش کوي د امریکا پوځيان له عراقه وشړي ځکه چې د هغوې د شتون لپاره هیڅ قانوني توجیه نشته او هم شرع او هم نړیوال اصول د مقاومت ځواکونو ته اجازه ورکوي د نیواکګرو ځواکونو له شتون سره مقابله وکړي .

حیدر اللامي وویل په افغانستان  کښې د امریکا تجربه ولیدل شوه او مونږ د امریکا د ځواکونو تر څارنې لاندې له شل (۲۰) کاله روزنې سره سره د طالبانو په وړاندې د  افغانستان د پوځ ماتي ولیدله او مونږ د جنګي ، د مشورتي او د روزنې په شمول په عراق کښې د امریکا هیڅ عسکر ته ضرورت نلرو .

د عراق اکثره خلک او سیاسي ګوندو له هیواده د امریکا د ترهګرو پوځیانو د وتلو غوښتنه کوي .