لبنان د ایران او عربستان دخبرواترو بشپړ ملاتړ کوي
نبیه بري دعربی هیوادونو دپارلیمانونو له اتحادئې وغوښتل څو دهغې کمیټې له لارې چې د لبنان د انتخاباتو پر بهیر د څارنې لباره جوړیږي ، ګډون پکې وکړي .
النشره خبری چینل نن راپور روکړ ، د لبنان دپارلیمان مشر نبیه بري د عربی پارلیمانونو د ټولنې د غونډې په پرانیستونکو دستورو کې ټينګار وکړ، دعراق په کوربتوب سره دسعودي عربستان او ایران ترمینځ دخبرواترو لپاره دردستو هلوځلو ملاتړکوو او هیله مند یوو دغه خبرې اترې د دواړو هیوادونو لپاره له دې لازیات د اسلامی او عربی ه یوادونو او دسیمې د خلکو دګټو لپاره غوره او مثتبې نتیجې ولري .
د لبنان د پارلیمان مشر همداراز ، په لبنان کې د راتلونکو انتخاباتو پهب اب هم روښانه کړه ، لبنان د انتخاباتو ترسره کولو او په بشپړ شفافیّت سره ئې تحقق او له هرډول دباؤ لیرې ورته پابند دی و ددغو پارلیماني انتخاباتو دترسره کیدا د وخت د ځنډیدا لپاره هر ډول هڅه ردوي .
نبیه بري دعربی هیوادونو دپارلیمانونو له اتحادئې وغوښتل څو دهغې کمیټې له لارې چې د لبنان د انتخاباتو پر بهیر د څارنې لباره جوړیږي ، ګډون پکې وکړي . هغه په دوام کې د عربو په رسمي نظام کې د سورئې درول لوبونې او خپل ځائيګي ته ددغه هیواد دبیرته ستنیدا ملاتړ وکړ او وې وئيل ، په عربی اتحادئې کې د سورئې غړیتوب ، دعربي پیوستون دترلاسه کولو لپاره مهم رول لري .