امریکایان باید له عراقه وشړل شي
امریکا هماغه شان د هغوخپلواکه هیوادونو دحاکمیّت خلاف ورزۍ او د ملتونو په وړاندې دریدا ته دوام ورکوي ،چې د آزادۍ ، امنیت او غوریدا لپاره هڅه کوي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د عراق د النجباء غورځنګ ویندوي نصر الشمری پرون په یولړ څرګندونو کې په بغداد کې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو په اقداماتو په سختو نیوکو سره ووئیل ، نور باید امریکایان له عراقه وشړل شي .
دعراق د پارلیمان په وسیله له عراقه د پرَدیو دعسکرو په تیره بیا دامریکائي ترهه ګرو عسکرو دوتلو د پلان له تصویبیدا سره سره ، د واشنګټن چارواکي له دغه هیواده دخپلو عسکرو د ویستلو لپاره تر دې دمه هیڅ اقدام نه کوي .
نصرالشمري په زغرده ووئیل ، امریکا هماغه شان د هغوخپلواکه هیوادونو دحاکمیّت خلاف ورزۍ او د ملتونو په وړاندې دریدا ته دوام ورکوي ،چې د آزادۍ ، امنیت او غوریدا لپاره هڅه کوي .
د عراق د النجباء غورځنګ ویندوي زیاته کړې ،د امریکاترهه ګرو پوځیانو په وسیله د بې ګناه عامو خلکو او دهغوي د شتمنیو په نښه کول ، داسې چلندونه دي ، چې انسانیّت ګواښي او نور باید ددغه شان تیریګرو او ځيږو جنایتکارو په وړاندې سخت اوجدي اقدامات وشي څو د ټولو جنایتکارو او تیریګرو لپاره دعبرت درس شي .