امریکایان باید له عراقه وشړل شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113310-امریکایان_باید_له_عراقه_وشړل_شي
امریکا هماغه شان  د هغوخپلواکه هیوادونو دحاکمیّت  خلاف ورزۍ او د ملتونو په وړاندې دریدا ته دوام ورکوي ،چې  د آزادۍ ، امنیت او غوریدا لپاره هڅه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2022 03:00 Asia/Kabul
  • امریکایان باید له عراقه وشړل شي

امریکا هماغه شان  د هغوخپلواکه هیوادونو دحاکمیّت  خلاف ورزۍ او د ملتونو په وړاندې دریدا ته دوام ورکوي ،چې  د آزادۍ ، امنیت او غوریدا لپاره هڅه کوي .

فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د عراق  د النجباء غورځنګ ویندوي نصر الشمری پرون په یولړ څرګندونو کې په بغداد کې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو  په اقداماتو په سختو نیوکو سره  ووئیل ، نور باید  امریکایان له عراقه وشړل شي .

 دعراق د پارلیمان په وسیله له عراقه د  پرَدیو دعسکرو په تیره بیا دامریکائي ترهه ګرو عسکرو  دوتلو  د پلان له تصویبیدا سره سره ،  د واشنګټن چارواکي  له دغه هیواده  دخپلو عسکرو د ویستلو لپاره تر دې دمه هیڅ اقدام نه کوي .

 نصرالشمري  په زغرده ووئیل ،  امریکا هماغه شان  د هغوخپلواکه هیوادونو دحاکمیّت  خلاف ورزۍ او د ملتونو په وړاندې دریدا ته دوام ورکوي ،چې  د آزادۍ ، امنیت او غوریدا لپاره هڅه کوي .

 د عراق د النجباء غورځنګ ویندوي  زیاته کړې ،د امریکاترهه ګرو پوځیانو په وسیله د بې ګناه عامو خلکو  او دهغوي د شتمنیو په نښه کول ، داسې چلندونه دي ، چې انسانیّت ګواښي  او نور باید ددغه شان تیریګرو او ځيږو  جنایتکارو په وړاندې سخت اوجدي اقدامات  وشي څو د  ټولو جنایتکارو او تیریګرو لپاره  دعبرت درس شي .