د اوږدې مودې لپاره روسیه نشو منزوي کولای
د جرمني پخواني صدراعظم ګرډهارډ شروډر وویل نشو کولی د اوږې مودې لپاره روسیه له سیاسي او اقتصادي پلوه څنګ ته کړو .
اروپايي هیوادونو د اوکراین د جنګ له پیل راهسې د روسیې په اقتصاد باندې د دباو لپاره د ماسکو پرضد یوشمیر بایکاټونه لګولي دي چې د روسیې د تیلو د واردولو بایکاټ هم په دغو موردونو کښې شامل دی .
د جرمني پخواني صدراعظم ګرډهارډ شروډر «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې ته وویل جرمني د روسیې اومو تیلو ته ضرورت لري ځکه چې یوازې د ماسکو د تیلو او د ګازو تولیدات نه دي بلکې داسې نایابه وسپنې هم شته چې د خامو او اومو موادو برخه ګڼل کیږي او په اسانه او ساده ډول نورې وسپنې د هغو ځاې ناستي نشو کولای .
له دې مخکې هم د جرمني د اقتصاد او د انرژۍ وزیر رابرټ هابک هم ویلي وو د روسیې د ګازو او د تیلو سمدستي بایکاټونه کولای شي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه زیات د جرمني خلکو ته تاوان ورسوي او په جرمني کښې زیات خلک بې کاره کړي او زیات خلک بې وزله کړي .
جرمني د روسیې د تیلو اصلي اخیستونکی دی او خپل څه د پاسه دیرش (۳۰) فیصده تیل له روسیې اخلي .