عربستان کښې بهرني کارګران له ناوړه شرایطو سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115494-عربستان_کښې_بهرني_کارګران_له_ناوړه_شرایطو_سره_مخ_دي
تسنیم خبري اژانس وايي د مهاجرانو د حقوقو موسسې د سعودي عربستان په زندانونو کښې د خارجي کارګرانو په خواشینونکي حالت اندیښنه څرګنده کړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 02, 2022 05:26 Asia/Kabul
  • عربستان کښې بهرني کارګران له ناوړه شرایطو سره مخ دي

تسنیم خبري اژانس وايي د مهاجرانو د حقوقو موسسې د سعودي عربستان په زندانونو کښې د خارجي کارګرانو په خواشینونکي حالت اندیښنه څرګنده کړه .

د مهاجرانو د حقوقو موسسې (MIGRANT-RIGHTS.ORG) وویل چې په سعودي عربستان کښې نیول شویو خارجي کارګرانو د ال سعود رژیم په زندانونو کښې د خواشینونکو شرایطو په دلیل د مرستې غوښتنه کړي ده .

که څه هم له نولس سوه څلورشپیتم (۱۹۶۴) میلادي کال راهسې په سعودي عربستان کښې په مریتوب بندیز لګیدلی دی خو په دغه هیواد کښې ډیر خارجي کارګران همدا اوس مریونو ته په ورته شرایطو کښې ژوند کوي داسې ډیر راپورونه خپریږي چې په عربستان کښې له کارګرانو څخه له حد څخه زیات کار اخیستل کيږي ، هغوې شکنجه او ځورول کیږي او دغه راز له خوراکي شیانو او اوبو څخه محرومه ساتل کیږي .

په سعودي عربستان کښې د خارجي هیوادونو له کارګرانو سره ډیر ناوړه چلندونه کیږي ، هغوې ته په وخت خپل معاشونه او تنخواګانې نه ورکول کیږي په ډیرو موردونو کښې دغه کارګران وهل کیږي هم .