د افغانستان په لسو ولایتونو کښې د انجلیو ښوونځي خلاص دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116564-د_افغانستان_په_لسو_ولایتونو_کښې_د_انجلیو_ښوونځي_خلاص_دي
تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د افغانستان په لسو ولایتونو کښې په ټولو برخو کښې د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2022 07:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان په لسو ولایتونو کښې د انجلیو ښوونځي خلاص دي

تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د افغانستان په لسو ولایتونو کښې په ټولو برخو کښې د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا خبر ورکړ.

هغه د افغانستان د انجلیو د زده کړې په هکله وویل د هیواد له څلوردیرشو ولایتونو څخه په کابو لسو ولایتونو کښې متوسطه حکومتي ښوونځي په ټولو برخو کښې خلاص دي .

بلخي زیاته کړه چې په ټول افغانستان کښې د انجلیو خصوصي ښوونځي له لومړي ټولګي رانیولي د پوهنتون تر سویې پورې خلاص دي .

د افغانستان د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په حکومتي څوکیو  کښې د ښځو د شتون په هکله وویل د حکومت اکثره ښځینه کارکونکي یعني کابو یولک شل زره کسان د پخواني حکومت له نسکوریدا وروسته اوس خپلو کارونو ته بیرته ورستنې شوي دي .

هغه په دې خبرې سره چې ښځې د تجارت ، د بانک ، د لباس او د دوکانونو  په شان د افغانستان په ټولو خصوصي برخو کښې کار کوي وویل په ښارونو کښې د ښځو د تګ راتګ لپاره هیڅ ډول محدودیت نشته .

طالبانو ډلې په تیر میلادي کال کښې واک ته رسیدا وروسته د اصلاحاتو د ترسره کولو په هدف سره د انجلیو ښوونځي بند کړي دي .