امریکا له سوریې څخه عراق ته ترهګرې استولي
المعلومه اینټرنیټ پاڼې نن راپور ورکړ د عراق یوه چارواکي د عراق د ښارونو د ناامنه کولو لپاره له ترهګرو سره په سوریې کښې د امریکا د دیره عسکرو د پټې ملګرتیا خبر ورکړ.
په عراق کښې د امریکا د پوځيانو د شتون د ختمیدا لپاره د واشنګټن او د بغداد ترمینځ د سټراټيژیکو خبرو اترو د څو پړاونو له ترسره کیدا سره سره امریکا اوس هم د دغه مصوبې په خلاف ورزۍ کولو سره په عراق کښې شتون لري.
د عراق په ولسي بسیج ځواک حشد الشعبي کښې یوې امنیتي سرچینې وویل امریکا د عراق ولایتونو ته د داعش ترهګرې ډلې د غړیو په انتقالولو کښې مهم رول لوبوي.
د عراق دغه امنیتي سرچینې وویل د حشد الشعبي امنیتي ځواکونو د الانبار ولایت په لویدیځ کښې په وادي حوران سیمه کښې د داعش ترهګرې ډلې پټ مرکز کشف کړی دی.
د عراق دغه امیتي سرچینې وویل د داعش ترهګرې ډلې د څو مشرانو په شمول د دغه ډلې کابو سل غړي له خاصو او امنه لارو او د امریکا د پوځ تر امنیتي ملاتړ لاندې له سوریې څخه د عراق وادي حوران سیمې ته ورغلي دي.
امریکا ، سعودي عربستان ، بریتانیا ، فرانسه، ترکیه ، جرمني، بحرین ، متحده عربي امارات، اردن ، اسرائیل او ځينې نور عرب هیوادونه اوس هم په عراق ، سوریې، لبنان ، افغانستان ، پاکستان او نورو ډیرو هیوادونو کښې له داعش ، القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کوي.