اته اویا فلسطینی ماشومان د صهیونیسټی پوځیانو قربانیان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118380-اته_اویا_فلسطینی_ماشومان_د_صهیونیسټی_پوځیانو_قربانیان_شوي
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په ۲۱ هېوادونو کې لږ تر لږه ۵۲۴۲ تنکي نجونې او ۱۳۶۶۳ تنکي هلکان د ۴ عربي هېوادونو، سوریه، یمن، سومالیا او فلسطین په ګډون په نړۍ کې د ماشومانو له حقونو څخه د «سختې سرغړونې» له قربانیانو څخه وو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2022 13:06 Asia/Kabul
  • اته اویا فلسطینی ماشومان د صهیونیسټی پوځیانو قربانیان شوي

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په ۲۱ هېوادونو کې لږ تر لږه ۵۲۴۲ تنکي نجونې او ۱۳۶۶۳ تنکي هلکان د ۴ عربي هېوادونو، سوریه، یمن، سومالیا او فلسطین په ګډون په نړۍ کې د ماشومانو له حقونو څخه د «سختې سرغړونې» له قربانیانو څخه وو.

 

د ملګرو ملتو سرمنشي په خپل کلني راپور کښې اعلان وکړ چې د بیت المقدس نیواکګر رژیم تیر کال د ۷۸ فلسطینی ماشومانو د وژلو مسئول دی.

افغان غږ خبری آژانس، انتونیو ګوتریش په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې، چې اسرائیل په ۲۰۲۱ کال کې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د ۷۸ ماشومانو د وژلو او د ۹۸۲ نورو ماشومانو د معیوبولو مسؤل دی.

د "ماشومانو او وسله والو شخړو" په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا خپور شو، ویل شوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د ۴ عربي هېوادونو په ګډون په ۲۱ هېوادونو کې نږدې ۱۹ زره ماشومان له سختو ټپونو او سرغړونو سره مخامخ شوي دي.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په ۲۱ هېوادونو کې لږ تر لږه ۵۲۴۲ تنکي نجونې او ۱۳۶۶۳ تنکي هلکان د ۴ عربي هېوادونو، سوریه، یمن، سومالیا او فلسطین په ګډون په نړۍ کې د ماشومانو له حقونو څخه د «سختې سرغړونې» له قربانیانو څخه وو.

په ۲۰۰۲ کال کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په "تور لیست" کې هغه سازمانونه او هیوادونه شامل دي چې د نړۍ په جګړه ځپلو سیمو کې د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي، او د هغوی نومونه د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې شامل دي.

په دې راپور کې د "سرغړونې او جدي سرغړونې" اصطلاح په دې معنی ده چې د نړۍ په بحراني او شخړو سیمو کې د ماشومانو په وړاندې د جرمونو ترسره کول، په شمول د دوی وژل او معیوب کول، جنسي تیري او د ماشومانو جبري جذب او بشري مرستو ته د دوی د لاسرسي څخه انکار کول دي.