عربستان د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریک دی
Jul 17, 2022 13:44 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د لبنان حزب الله غورځنګ د اسرائیلو رژیم لپاره د سعودي عربستان د هوايي حریم پرانیستل کیدل د دغه رژیم په جنایتونو کښې د شریک کیدا او له خلکو سره د خیانت کولو په معنا وبلل.
د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ نبیل قاووق وویل په داسې وخت کښې چې سعودي عربستان د اسرائیلو الوتکو ته د حرمین شریفین د پاسه د الوت اجازه ورکوي د نړۍ د یو میلیارډ او اته سوه میلیونه مسلمانانو سپکاوی کوي او د هغوې احساسات راپاروي.
شیخ قاووق وویل په داسې وخت کښې چې د سعودي عربستان حکومت په امنیتي او پوځي زمینه کښې له صهیونیسټ رژیم سره ملګرتیا کوي په سوریې، لبنان او فلسطین باندې د اسرائیلو رژیم په تیریو کښې شریک کیږي او له خلکو سره د خیانت کولو لپاره همدغه کار کافي دی.
ټیګونه