Aug 11, 2022 05:47 Asia/Kabul
  • په عراق کې دځينو شرطونو له پوره کیدا پرته دانتخاباتو ترسره کیدا ممکنه نه ده

د عراق د قانون حکومت ائيتلاف یوه مسئول ووئیل،د ځينو شرطونو له پوره کیدا پرته،په عراق کې د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا امکان نشته.


دعراق د پارلیماني انتخاباتو دترسره کیدا له لسو میاشتو تیریدا  سره سره،ددغه هیواد سیاسی ګوندونه او ډلې ټپلې  د ولسمشر او لومړي وزیر د ټاکلو لپاره  موافقې ته په رسیدا کې پاتې راغلی دي اوپه بغداد کې د وروستیو شبو ورځو ناکراریو او مظاهرو وروسته  د نوي پارلیمان  دړنګیدا  او د وارمخکې پارلیماني  انتخاباتو دترسره کیدا،له سیاسی بندونه د عراق د ویستلو لپاره د جدي ټاکنې په توګه  مطرح شوې ده.

بغداد الیوم خبری سایټ لیکلی دي د عراق په پارلیمان کې د قانون حکومت د فریکشن  یوه مسئول مقام عارف المحامي ووئیل، وارمخکې پارلیماني انتخاباتو ترسره کید،ځينو شرطونو پوره کیدا ته اړتیا لري اوددغو شرطونو له پوره کیدا پرته به په راتلونکي کې ددغه شان اقدام غوره کیدا سخته وي.

 هغه دغه راز ووئيل،  په دغو شرطونو کې د وارمخکې  انتخاباتو دموضوع په باب دموافقې لپاره د پارلیمان دغونډو ترسره کیدا،د انتخاباتو دقانون اصلاح او د انتخاباتو د ترسره کونکی کمیشن د جوړښت بدلیدا او د نوي حکومت جوړیداشامل دي،یوداسې حکومت چې د وارمخکې انتخاباتو په ترسره کیدا مامور شي.

داپه داسې حال کې دي چې دصدر بهیر مشر مقتدی صدر ددې خبرې په کولو سره چې  دپارلیمان ړنګیداد پارلیمان دغونډې ترسره کیدا ته اړتیا نه لري ، ددغه هیواد له لوړې قضائی شورا غوښتي،دراتلونکي اونۍتر وروستیوپورې دې پارلیمان ړنګ کړي.

 

ټیګونه