د ترکیې او صیهونیسټ رژیم ترمینځ د سفیرانو تبادله خیانت دې
د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ ویندوی طارق سلمی ویلی دی د ترکیې او صیهونیسټ رژیم ترمینځ د سفیرانو تبادله خیانت دې او د زیات جنایت لپاره د دغه رژیم د لمسولو سبب کیږی .
الجزیرې چینل راپور ورکړې وو په داسي حال کې چي د اسرائیل رژیم په فلسطیني ولس باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړي او فلسطینیان له دغه نیواکګر رژیم سره د هر ډول جوړجاړی غندنه کوي، د صهیونیستي رژیم دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چي د دې رژیم لومړي وزیر یائیر لاپید او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه ټلفوني تماس کې تل ابیب او انکارا ته د سفیرانو د لېږدولو هوکړه کړې ده.
خو په عین حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ادعا کوي چي ترکیه به د فلسطین له مسالې څخه لاس وانخلي.
دا په داسي حال کې دی چي تیره میاشته کې هم د صهیونیستي رژیم ولسمشر اسحاق هرتزوګ د اردوغان په بلنه ترکیې ته سفر کړی و.