عراق کښې د حسیني اربعین ستر مراسم پیل شول
زمونږ خبریال وايي د عراق په جنوب کښې له بصرې ولایت څخه د کربلای معلی په لور د حسیني اربعین تر ټولو ستر لاریون پیل شو.
د عراق رسنیو نن وویل د حضرت امام حسین علیه السلام د اربعین ځانګړي مراسم د هغه حضرت او د ائمه اطهار علیه السلام د مینه والو او عاشقانو په ګډون له بحر تر نهره یعني له سیند تر قتل ځاې پورې شعار سره پیل شوي دي.
دا لاریون په عراق کښې تر ټولو ستر لاریون دی چې هر کال د عراق د ولسي بسیج ځواک حشد الشعبي تر څارنې لاندې د عراق په جنوبي سیمه کښې له فاو بندر څخه د کربلا معلی تر سپیڅلي ښار پورې ترسره کیږي.
دغه ستر لاریون ټولو شهیدانو او په سر کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخوانی قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني او په داعش ترهګرې ډلې باندې د بریالیتوب د قومندانانو حاج ابو مهدي المهندس او حاج قاسم سلیماني ته یوه ستره ډالۍ ګڼل کیږي.
په دغه لاریون کښې د عراق په بصرې ولایت کښې له راس البیشه سیمې څخه تر کربلای معلی پورې شپږسوه کلومیټره لاره د حضرت امام حسین علیه السلام په تر ټولو ستر بیرغ سره کچ کیږي.
د عراق ښاریزو په حسیني اربعین مراسمو کښې د ګډون کولو لپاره د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه د کربلای معلی په لور په پلي ډول تلل پیل کړي دي.
د روان کال حسیني اربعین د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې له شلمې نیټې سره سمون خوري او د ایران زیارتوال له کورونا ویروس وروسته د لومړي ځل لپاره د ځمکنیو سرحدونو خلاصیدا ته په پام سره روان کال په دغو دستورو کښې د ګډون لپاره زیاته ګروهنه او شوق لري.