حشد الشعبي د عراق د ټولو خلکو استازی دی
المعلومه خبري سایټ راپور ورکړ د عراق اهل سنتو شخصیتونو ټینګار وکړ حشد العشبي ځواک د عراق د ټول ملت استازی دی او له امنیتي ډګر څخه د دغه ځواک د لیرې ساتلو لپاره هر ډول هڅه د یوې بلې غمیزې د رامینځته کیدا په معنا ده.
الحشد الشعبي ځواک چې د عراق د شیعه ستر مرجع ایت الله سیستاني په فتوا سره له داعش ډلې سره د مقابلې لپاره د عراق د ټولنې له بیلابیلو پرګنو څخه جوړ کړی شوی دی له ترهګرو سره په جنګ کښې په ترټولو مهمو جنګي ځواکونو کښې ګڼل کیږي.
د عراق د دیاله ولایت په ازادو شویو سیمو کښې اهل سنتو شخصیتونو له خپلو سیمو د الحشد الشعبي ځواکونو د شړلو لپاره د هرډول هڅې په هکله خبرداری ورکړ.
د عراق سیاستوال عبدالله خضر العبیدي پرون وویل حشد العشبي ځواک د دیاله ولایت د پراخو سیمو په ازادولو کښې اغیز شیندونکي او چورلیزي رول لوبولی دی او دغه ځواک د اهل سنتو په شمول د عراق د ټولو خلکو استازی ګڼل کیږي او تر سیاسي دباو لاندې له امنیتي ډګره د دغه ځواک د لیرې ساتلو لپاره هر ډول هڅه د یوې بلې غمیزې د رامینځته کیدا په معنا ده.
د عراق د اهل سنتو دغه مشر العبیدي وویل حشد الشعبي د شیعه او د سني استازی نه دی بلکې د عراق د ټول ملت استازی دی او دا یو ملموس حقیقت دی چې ځینې سیاستوالان چې د خارجي هیوادونو پروګرام لري له دغه خبرې غفلت کوي.
د عراق د دیاله ولایت یوه بل اهل سنت شخصیت عبدالهادي صباح وویل حشد الشعبي د عراق د امنیتي سیسټم یوه برخه دی او له ازادو شویو سیمو د دغه ځواک هر ډول شاتګ د امنیتي خلا د رامینځته کیدا او په خلکو باندې د هغې د لګښت د ورتپل کیدا سبب کیږي.
هغه وویل د عراق په زرګونو اهل سنت په حشد الشعبي ځواک کښې فعالیت کوي د عراق د ازاد شویو سیمو خلک په خپلو سیمو کښې د حشد العشبي ځواک شتون ضروري ګڼي.