عربستان کښې د خلکو وژله دوام لري
مراه الجزیره خبري سایټ راپور ورکړ په سعودي عربستان کښې د بشري حقوقو د دفاع کمیټۍ په دغه هیواد کښې د انساني کړکیچ د شرایطو او د اعدامونو او پانسیو د نوي څپې او د وژلې په هکله خبرداری ورکړ.
د عربستان د بشري حقوقو د دفاع کمیټۍ پرون په یوې خبر پاڼه کښې وویل د ریاض جنايي محکمې د سعودي عربستان د څو نورو ښاریزو د اعدام او پانسي کولو حکم ورکړی او د هغوې جرم یوازې په ټولنیزو اینټرنیټ سایټونو کښې د خپلو عقایدو بیانول یا د دغه هیواد د ښاریزو ترمینځ د ټولنیز عدالت او د ازادۍ لپاره په سوله ییز لاریون کښې ګډون کول دي.
په عربستان کښې د بشري حقوقو د دفاع کمیټۍ په دوام کښې وویل د سعودي عربستان د حکومت لخوا دغه خپل سره حکمونه چې په پرله پسې ډول ترسره کیږي د بشري حقوقو د رعایتولو په هکله د سعودي عربستان د رژیم د ادعاګانو دروغوالی ثابتوي.
په عربستان کښې د بشري حقوقو د دفاع کمیټۍ په نړیوالې ټولنې او په ټوله دنیا کښې د بشري حقوقو له نورو موسسو وغوښتل چې د دغه ډله ییزې وژلې د بندولو لپاره لاس په کار شي داسې وژلې چې له دروغو څخه په ډکو پلمو او چټي تورونو سره ترسره کیږي او هغه د حقوقي او د قانوني معیارونو پراساس نه دي.
نوموړي کمیټۍ د عربستان ال سعود رژيم ته د دغو وژلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ یوه ورځ به دوې عدالت ته حاضر شي او د عربستان ملت به د ال سعودي رژیم جنایتونه هیر نکړي او دغه جنایتونه به په تاریخ کښې په دوې باندي داغ وي.