عربستان د ایران پرضد زیاتې پروپاګنډې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i122806-عربستان_د_ایران_پرضد_زیاتې_پروپاګنډې_کوي
فارس خبري اژانس وايي د عراق د کتائب حزب الله ډلې وویل سعودي عربستان د ایران پرضد په خپل لمسونکي او سخا رول ټینګار لري او خپله تکفیري او رسندوي ماشینرۍ یې د دغه چارې لپاره کارولي ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 28, 2022 05:06 Asia/Kabul
  • عربستان د ایران پرضد زیاتې پروپاګنډې کوي

فارس خبري اژانس وايي د عراق د کتائب حزب الله ډلې وویل سعودي عربستان د ایران پرضد په خپل لمسونکي او سخا رول ټینګار لري او خپله تکفیري او رسندوي ماشینرۍ یې د دغه چارې لپاره کارولي ده.

د عراق کتائب حزب الله په  یوې بیانیې کښې د شیراز په شاهچراغ سپیڅلي زیارت کښې د ترهګر جنایت غندلو ته په اشارې سره وویل سعودي عربستان د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد په خپل لمسونکي او سخا رول ټینګار کوي او د ایران په امنه ښارونو کښې د حالاتو د خرابولو لپاره یې په ټولو ژبو کښې خپله سخا رسندوي ماشینرۍ په کار اچولي ده او عربستان له هرې پیښې څخه د ایران د اسلامي نظام د کمزوري کولو لپاره ګټه پورته کوي.

دغه بیانیه وايي د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان خپل غلیمانه او خونړی کړچار نه دی بند کړی بلکې د خپلې پټې تکفیري او جنایتکارې څانګې یعني داعش لسمولو ته یې مخه کړي ده چې د بې دفاع ښځو ، ماشومانو او بوډاګانو پرضد ناوړه جنایت وکړي او په شیراز ښار کښې په یوه سپيڅلي زیارت برید وکړي.

د عراق د کتائب حزب الله په دغه بیانیې کښې زیاتوي د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په دا ډول د خپلو امریکايي او صهیونیسټي اربابانو د رضایت د جلبولو په لړ کښې په خپلې طایفه اي کینې او دوښمنۍ باندې ټینګار لري.

د سعودي عربستان د وهابي ترهګر رژیم رسنۍ په تیره بیا ایران اینټرنیشنل فارسۍ ژبې ټیلي ویژن او دغه راز د بریتانیا بي بي سي ټیلي ویژن او د امریکا ټیلي ويژن چینلونو ډیره هڅه کوي چې په ایران کښې بلواوې نورې هم زیاتې کړي او  هیواد ناامنه کړي.