امریکا د یمن د جنګ یو مسوول هیواد دی
(last modified Thu, 10 Nov 2022 00:54:32 GMT )
Nov 10, 2022 05:24 Asia/Kabul
  • امریکا د یمن د جنګ یو مسوول هیواد دی

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړی د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر حضر موت ولایت ته د امریکا د سفیر ورتلل په کلکه وغندل او هغه یې یرغلګر اقدام وباله.

د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر په یوې خبر پاڼه کښې ټینګار وکړ د امریکا په شان یو هیواد د یمن پرضد د جنګ ملاتړ کوي او حتی یوه ورځ هم د یمن د ملت د ګټو په هکله فکر نشي کولای.

په دغه خبر پاڼه کښې ویل شوي دي چې مونږ د یمن حضر موت ولایت ته د امریکا د سفیر ورتلل په کلکه غندو او هغه یو تیریګر اقدام ګڼو کوم چې د یمن په امنیت ، ثبات او پیوستون حمله کړي ده.

د یمن انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر وویل د امریکا په شان یو هیواد په  یمن باندې د حملې او د تیري ملاتړي کوي او د یمن ملت د خپل هیواد پرضد هرډول پټ او ښکاره فعالیت غندي.

دغه غورځنګ ټینګار وکړ امریکا باید د خپلې خپلواکۍ په تحقق کښې د یمن د ملت ارادې ته تسلیمه شي او په دغه هیوا کښې خپل تیري ، کلابندۍ او لاسوهنې پاې ته ورسوي.