د عربستان شاهزادګان د نشه ییزو موادو تجارت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i123502-د_عربستان_شاهزادګان_د_نشه_ییزو_موادو_تجارت_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د سعودي عربستان یوې سرچینې په هیواد کښې د نشه ییزو موادو د مصرف د زیاتیدا او د نشه ییزو توکو په واردولو کښې د ال سعود رژیم د شاهزادګانو د لاس لرلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2022 09:39 Asia/Kabul
  • د عربستان شاهزادګان د نشه ییزو موادو تجارت کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د سعودي عربستان یوې سرچینې په هیواد کښې د نشه ییزو موادو د مصرف د زیاتیدا او د نشه ییزو توکو په واردولو کښې د ال سعود رژیم د شاهزادګانو د لاس لرلو خبر ورکړ.

په نړۍ کښې هیڅ هیواد د نشه ییزو موادو له ښکارندې او قاچاق څخه په امان کښې نه دی خو هغه څه چې په دې مینځ ومان کښې یې عربستان له نورو عربو هیوادونو څخه متمایز کړی دی د نشه ییزو موادو په واردولو او صادرولو کښې د سعودي عربستان د شاهزادګانو ، افسرانو او د رسمي چارواکو لاس لرل دي.

خلیج الجدید اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ سعودي عربستان له دوه زره پینځلسم میلادي کال څخه تر دوه زره نولسم میلادي کال پورې د «امفتامین» نشه ییزو موادو چې په کپتاګون مشهور دي د څه د پاسه پينځه څلویښت فیصده نړیوال کشفیدا ځان ته بیل کړي دي او د سعودي عربستان امنیتي ځواکونه او د  شاهي کورنۍ غړي د نشه ییزو موادو په ویشلو کښې لاس لري.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت لخوا د خپرو شویو رسمي شمیرنو پراساس په دغه هیواد کښې په نشه ییزو موادو د روږدو کسانو شمیر دوه لکو(۲۰۰۰۰۰) ته رسیدلی دی.

سعودي عربستان په نړۍ کښې د نشه ییزو موادو دریم او په لویدیځې اسیا سیمې کښې تر ټولو ستر مصروفونکی دی او په دغه هیواد کښې د رایج قانون پراساس د نشه ییزو موادو مصرف او قاچاق د مرګ سزا لري  او دغه چاره د عادي ښاریزو او د خارجي هیوادونو د ښاریزو په هکله اجرا کیږي خو د شاهي کورنۍ غړیو ته د مرګ سزا نه ورکول کیږي او هغوې له قضايي تعقیب څخه معاف دي.

د سعودي  عربستان په ښاري سیمو کښې ځوان سړي او ښځې چې عمرونه یې له اتلسو کلونو تر نهویشتو کلونو پورې نشه اي توکي استعمالوي او څه  د پاسه شپیته فیصده نشه یان هم دغه ځوانان او ځوانۍ انجلۍ دي.