د عربستان حکومت دیني عالم شیخ کاظم العمري ونیوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i124350-د_عربستان_حکومت_دیني_عالم_شیخ_کاظم_العمري_ونیوه
العالم ټیلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان ال سعود رژیم دیني عالم شیخ کاظم العمري په مدینې ښار کښې ونیوه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 03, 2022 05:13 Asia/Kabul
  • د عربستان حکومت دیني عالم شیخ کاظم العمري ونیوه

العالم ټیلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان ال سعود رژیم دیني عالم شیخ کاظم العمري په مدینې ښار کښې ونیوه.

د قانون اهمیت په دې کښې دي چې د ټولنې د وګړو د فردي ازادیو او حقوقو دفاع کوي خو په سعودي عربستان کښې قوانین بل کارندوالی لري ځکه چې د بیان د ازاد د فعالانو یا د مخالفانو د ځپلو او تعقیبولو لپاره قانون کارول کیږي.

په سعودي عربستان کښې د بیان او د مذهب هیڅ ډول ازادۍ نشته او خلک په کوچنیو کوچنیو نیوکو باندې نیول کیږي او بیا تر کلونو کلونو پورې په زندانونو کښې شکنجه کیږي او ورپسې اعدام او پانسي کیږي.

د سعودي عربستان ال سعود رژیم دغه راز په ټوله دنیا کښې د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکي او ورسره مالي ، پوځي او استخباراتي مرسته کونکی هم دی.

القاعده ، داعش ، جبهه النصره او نورې په لسګونو ترهګرې ډلې سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو او د امریکا او د انګلستان په ملګرتیا سره خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره جوړې کړي دي.

د مسلمانو او د اسلامي هیوادونو د مشکلاتو اصلي سبب د سعودي عربستان ال سعود رژیم دی.