د امریکا پوځیان باید له عراق څخه ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i125848-د_امریکا_پوځیان_باید_له_عراق_څخه_ووځي
زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق په پارلمان کښې د بصرې ولایت د خلکو استازي فالح الخزعلي د امریکا د پوځیانو د ایستلو پرضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 07, 2023 04:54 Asia/Kabul
  • د امریکا پوځیان باید له عراق څخه ووځي

زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق په پارلمان کښې د بصرې ولایت د خلکو استازي فالح الخزعلي د امریکا د پوځیانو د ایستلو پرضرورت ټینګار وکړ.

هغه له عراق څخه د امریکا د ټولو پوځیانو د ایستلو پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل امریکا له ترهګرۍ سره د عراق د خلکو د مبارزې په پیل کښې داعش ترهګرې ډلې ته وسلې او مهمات ورکول.

الخز علي په دې خبرې سره چې د عراق د ستر مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني تاریخي فتوا ماتي په بریالیتوب بدله کړه وویل په سپیڅلي فتوا او د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني او د عراق د حشد الشعبي ولسي ځواک د پخواني مرستیال ابو مهدي المهندس په شتون سره د عراق د ویشل کیدا مخه ونیول شوه.

امریکا تراوسه په عراق کښې په غیر قانوني ډول دیره ده او د دغه هیواد خلک د واشنګټن د ټولو جنایتګرو او ترهګرو پوځیانو د ایستلو غوښتنه کوي.

په عراق کښې د داعش ډلې له ماتي خوړلو وروسته د هیواد ټولو خلکو او حکومت له خپل هیواده د امریکا د ټروریسټي پوځيانو د وتلو غوښتنه کړي ده.