صهیونیستې استازې د نتانیاهو په ضد د لاریون بلنه ورکړه
د صهیونیست رژیم یو پارلماني استازې له خلګو غوښتنه کړې چی د دې رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په مخالفت کې مظاهرې وکړي.
د سما فلسطین له راپور سره سم، د صهیونیستي رژیم د پارلمان استازې میشل شیر چي د یائیر لاپید په مشری د یش عتید د ګوند غړې ده له صهیونیستانو څخه غوښتنه وکړه چی بازارونو ته په راوتلو سره، د نوې کابینې په ضد مظاهرې وکړي.
تر دې مخکې بیا د صهیونیست رژیم د پارلمان غړی تسیوکا فوګل چي له نتانیاهو څخه ملاتړ کوي بلواو ته د بلنې د ورکولو په جرم د بني ګانتس او یائیر لاپید په شمول د دې رژیم د مخکنیو غړیو د نیول کېدو غوښتنه کړي وه.
د نتانیاهو له لورې په کابینه کې د ایتامار بن ګویر په شمول د تندلارو او ترهګرو صهیونیست څېرو ګمارنه د پراخو اعتراضاتو سبب شوی دی، تېرو ورځو کې په زرګونه صهیونیستان د دې رژیم په پلازمینې تل ابیب کې د نتانیاهو په ضد مظاهرې وکړې.
دنتانیاهو له لورې په کابینې کې د تندلارو څېرو ګمارنه له یوې خوا په صهیونیست رژیم کې د اختلافاتو او له بلې خوا د فلسطین په ضد د تاوتریخجنو او افراطي اقداماتو د زیاتوالې لامل شوی دی.