په بغداد کې د امریکایانو په کاروان برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i126854-په_بغداد_کې_د_امریکایانو_په_کاروان_برید_شوی
په بغداد کې د امریکایي ځواکونو په لوجیسټیکي کاروان د سړک د غاړې مین چاودنه کړې ده.
(last modified 2023-01-26T04:52:11+00:00 )
Jan 26, 2023 09:15 Asia/Kabul
  • په بغداد کې د امریکایانو په کاروان برید شوی

په بغداد کې د امریکایي ځواکونو په لوجیسټیکي کاروان د سړک د غاړې مین چاودنه کړې ده.

په عراق کې له هغه وروسته چي د دې هیواد پارلمان د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه لیک تصویب کړ، په دغه هیواد کې په امریکایي ځواکونو باندې زیات شوي دي.

د المعلومې له راپور سره سم، د امریکایي ځواکونو په یوه لوجیسټیکي کاروان د بغداد په الیوسفیې سیمه کې، د سړک د غاړې چاودنه کړې ده.

خو لا هم د دې چاودنې د مرګژوبلې په هکله معلومات نه دي خپاره شوي.

 تېره اوونۍ هم د بغداد په یاده سیمه کې د امریکایي ځواکونو په کاروان چاودنه شوې وه.

په عراق کې اکثره مقاومتي او ولسې ډلې ویلې چي د دې هیواد د پارلمان د پریکړې له مخې په عراق کې د امریکایانو حضور غیرقانوني بلل کیږي او که امریکا له دې هیواده خپل سرتیري نه وباسي نو هغوی سره مقابله د عراقیانو حق جوړیږي.