په بغداد کې د امریکایانو په کاروان برید شوی
په بغداد کې د امریکایي ځواکونو په لوجیسټیکي کاروان د سړک د غاړې مین چاودنه کړې ده.
په عراق کې له هغه وروسته چي د دې هیواد پارلمان د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه لیک تصویب کړ، په دغه هیواد کې په امریکایي ځواکونو باندې زیات شوي دي.
د المعلومې له راپور سره سم، د امریکایي ځواکونو په یوه لوجیسټیکي کاروان د بغداد په الیوسفیې سیمه کې، د سړک د غاړې چاودنه کړې ده.
خو لا هم د دې چاودنې د مرګژوبلې په هکله معلومات نه دي خپاره شوي.
تېره اوونۍ هم د بغداد په یاده سیمه کې د امریکایي ځواکونو په کاروان چاودنه شوې وه.
په عراق کې اکثره مقاومتي او ولسې ډلې ویلې چي د دې هیواد د پارلمان د پریکړې له مخې په عراق کې د امریکایانو حضور غیرقانوني بلل کیږي او که امریکا له دې هیواده خپل سرتیري نه وباسي نو هغوی سره مقابله د عراقیانو حق جوړیږي.