امریکا د عراق په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کوي
المعلومه سایټ راپور راکړی د عراق د النجبا غورځنګ مشر په خپل هیواد کښې د امریکا د سفیرې د ورانکاره اقداماتو د دوام په هکله خبرداری ورکړ.
په عراق کښې د امریکا سفیره الینا رومانوسکي څه موده کیږي چې د عراق له سیاسي چارواکو او حکومتي غړیو سره په کتنو او په غونډو او ورکشاپونو کښې په ګډون کولو سره د عراق په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کوي.
د عراق د النجبا غورځنګ مشر اکرم الکعبي وویل په عراق کښې د امریکا سفیره ورانکار اقدامات ترسره کوي.
هغه وویل که چیرې د امریکا سفیره خپل اقدامات پاې ته ونه رسوي مقاومت به اخري خبره وکړي او له دفاعي او نتیجه بخښونکو رودو به استفاده وکړي.
له دې مخکې د عراق د قانون د حکومت د ائتلاف یوه غړي «فاضل موات» په بغداد کښې د امریکا سفیره د عراق د اقتصادي او د امنیتي حالاتو د بې ثباته کولو لپاره په هڅې تورنه کړه او په عین حال کښې یې د عراق د سیاسي ګوندونو له استازیو او مشرانو او د حکومت له وزیرانو سره د هغې کتنې ستره خلاف ورزۍ بللي وه.
له دې مخکې د عراق د پارلمان یوشمیر استازیو له حکومته غوښتي وو چې د امریکا سفیرې ته دې اجازه ورنکړي چې د بغداد په چارو کښې لاسوهنې وکړي.