امریکا په عراق کښې د داعش ډلې ملاتړ کوي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د عراق د پارلمان یوه استازي له بغداد څخه د کلنګ د اخیستلو په هدف سره له داعش ترهګرې ډلې د امریکا د ملاتړ د دوام خبر ورکړ.
سره له دې چې د عراق پارلمان د یوې مصوبې په تصویبولو سره له هیواده د امریکا د پوځیانو ایستل ضروري اعلان کړي دي خو واشنګټن هڅه کوي په بیلابیلو پلمو سره د دغه مصوبې له منلو ډډه وکړي.
داسې پلمې چې د شناندو په باور د داعش ډلې د پاتې ترهګرو لپاره د ملاتړ په یوه چتر بدلې شوي دي.
د عراق د الصادقون د پارلماني فراکسیون استازي حسن سالم وویل په هیواد کښې د امریکا نیواکګر پوځيان له بغداد څخه د کلنګ اخیستلو په هدف سره د داعش ترهګرو ملاتړ کوي.
سالم په دې خبرې سره چې د عراق حشد الشعبي او امنیتي ځواکونه باید له داعش جنایتکاره عناصرو سره مقابله وکړي او د امریکا په مشرۍ د عراق پرضد هرډول دسیسه شنډه کړي وویل د امریکا نیواکګران د جنایتکارو ډلو د تشکیلاتي عناصرو په حرکت کښې د راوستلو او له هغوې د وسله والو ، مالي او د مهماتي ملاتړونو لپاره حرکت کوي.
امریکا له بریتانیا او عربو هیوادونو سره یوځاې داعش ترهګره ډله جوړه کړي ده او تل ورسره مالي پوځي او استخباراتي مرستې کوي.