عراق باید د امریکا د سفیرې له خوځښتونو سره مقابله وکړي
الاتجاه ټيلي ويژن راپور ورکړ د عراق د پارلمان استازي میرمن زینب الموسوي وویل د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت او حکومت باید په بغداد کښې د امریکا د سفیرې شکمن خوځښتونه پاې ته ورسوي.
په عراق کښې د امریکا سفیره الینا رومانوسکي څه موده کیږي چې د بغداد له سیاسي چارواکو او د حکومت له ځینو غړیو سره په کتنو او دغه راز په عراق کښې په غونډو او ورکشاپونو کښې په ګډون کولو سره د عراق په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کوي.
د عراق د پارلمان یوې استازي میرمن زینب الموسوي په خپل هیواد کښې د امریکا د سفیرې الینا رومانوسکي شکمنو خوځښتونو او د پارلمان د غړیو د لاسلیکونو د راغونډولو لپاره د هغې هڅې ته په غبرګون کښې وویل د عراق خارجه وزارت او حکومت باید دغه مشکوک خوځښتونه چې نیواکګرۍ ګڼل کیږي پاې ته ورسوي.
د عراق د الصادقون غورځنګ غړي خالد یاسر د عراق د پارلمان د بهرنیو اړیکو له کمیسیونه وغوښتل چې په بغداد کښې د امریکا د سفیرې په هکله روښانه دریځ غوره کړي او ټینګار یې وکړ په عراق کښې د ډیرو هیوادونو سفیران ډیپلوماټیکو کړچارونو ته پاې بنده نه دي.
د الاتجاه ټيلي ویژن خبریال محمد کریم وویل په عراق کښې د امریکا سفارت د شرارت کور او د ترهګرۍ ملاتړی او د هیواد د ثبات او امنیت خرابونکی دی او رومانوسکي د دغه سفارت چې د ظلم او د ستم پربنسټ جوړ شوی دی په سر کښې ده.