ایران د لبنان د سختو ورځو ملګری دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131996-ایران_د_لبنان_د_سختو_ورځو_ملګری_دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان د پارلیمان د استازو په کتنه کښې، د ایران اسلامي جمهوریت د لبنان د سختو ورځو ملګری وباله
(last modified 2023-04-27T22:40:23+00:00 )
Apr 28, 2023 03:08 Asia/Kabul
  • ایران د لبنان د سختو ورځو ملګری دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان د پارلیمان د استازو په کتنه کښې، د ایران اسلامي جمهوریت د لبنان د سختو ورځو ملګری وباله

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان د پارلیمان د استازو په کتنه کښې، د ایران اسلامي جمهوریت د لبنان د سختو ورځو ملګری وباله او د دغه هیواد د ستونزو له هواري سره د مرستې لپاره یې د ایران په چمتووالي باندې ټینګار وکړ.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چې بیروت ته تلی دی، پرون مازیګر یې په لبنان کښې د ایران په سفارتخانې کښې، د دغه هیواد د پارلیمان له نمایندګانو سره وکتل.

د لبنان د پارلیمان استازو دغه غونډه او په کښې په ډول ډول لیدتوګو سره او د مختلفو فراکسیونونو د استازو د ګډون بلنه، یو نوښت او د دواړو هیوادونو د اړیکو په لړ کښې یو مثبت ګام وباله.

په دغې غونډې کښې ګډونوالو په خپلو څرګندونو کښې د خپل مینځي اړیکو د دوباره پیلولو لپاره د ایران او عربستان د موافقې په هرکلي سره، د لبنان په شمول د سیمې په ټولو هیوادونو باندې د دغو ملګرتیاؤ په مثبتو آثارو تاکید وکړ.