امریکا په عراق کښې نیواکګرۍ پراخوي
المعلومه خبري سایټ راپور ورکړی د عراق د غږملتیا د چوکاټ په نوم د شیعه مسلمانانو د غږملتیا د کمیټۍ یوه مشر جبار عوده وویل امریکا اراده لري د عراق او د سوریې په سرحدونو کښې درې مرکزونه جوړ کړي.
په عراق کښې د امریکا د ترهګرو عسکرو د ایستلو له مصوبې سره سره چې په دوه زره شلم میلادي کال کښې تصویب شوي وه په عراق کښې د واشنګټن د نیواکګرو ځواکونو شتون ورځ تر بلې په ډیریدا دی او د امریکا ټروریسټ پوځیان په بیلابیلو پلمو سره له عراق څخه وتلو ته تیار نه دي.
د عراق د غږملتیا د چوکاټ په نوم د شیعه مسلمانانو د غږملتیا کمیټۍ یوه مشر جبار عوده وویل د امریکا پوځيان چې د عراق د الانبا ولایت په لویدیځ کښې په عین الاسد اډې کښې موجود دي له تیرو څو اونیو راهسې د دریو نویو مرکزونو د جوړولو په حال کښې دي او دغه مرکزونه د ترهګرو د نفوذ لارو ته نږدې سیمو کښې دي.
هغه وویل امریکا نه غواړي عراق ثبات ولري او د نویو مرکزونو جوړولو هم نوي سناریو ده چې اکثره جزیات یې پټ ساتل شوي دي.
له دې مخکې د عراق په الانبار ولایت کښې د احرار الفرات ګوند مشر عبدالله الجغیفي هم ویلي وو د امریکا چارواکو په عراق کښې په الانبا ولایت کښې له عشایرو ځمکې اخیستي دي او هغوې د عراق د لویدیځ په لور د عین الاسد اډه پراخوي.
امریکا په سوریې او عراق او افغانستان او نورو دیرو هیوادونو کښې له ترهګرو سره ډيرې مالي او پوځي مرستې کوي.
امریکا د عراق په کردستان سیمه کښې هم د ګڼ شمیر ترهګرو ډلو پوځي ، استخباراتي ، مالي او لاجیسټیکي ملاتړونه کوي.