نیواکي فلسطین کښې د نتانیاهو خلاف مظاهرې دوام لري
د نیواکي ټاټوبي اوسیدونکو پرون پرله پسې په درویشتمه اونۍ د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو او د هغه د قضايي اصلاحاتو د طرحې خلاف مظاهرې وکړې.
د نیواکي ټاټوبي اوسیدونکو پرون پرله پسې په درویشتمه اونۍ د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو او د هغه د قضايي اصلاحاتو د طرحې خلاف مظاهرې وکړې.
د ایرنا د خبر له مخې، په تیر شواروز کښې د تل ابیب، حیفا، نیواکي قدس، بئرالسبع، ریشون لتسیون او هرتزلیا په شمول د نیواکي فلسطین له شمال نه تر جنوب پورې په لسګونو ښارونو کښې د نتانیاهو د تندلارې کابینې او د صهیونیسټي رژيم د قضايي ادارو د اصلاحاتو خلاف مظاهرې وکړې.
د قضايي قانون د اصلاح په نامه د نتانیاهو د کابینې په طرحه کښې، د قضايي ادارې اختیارات کم کړی شوي او په مقابل کښې به د دغه رژیم د مجریه او مقننه قواؤ قدرت او موقعیت پیاوړی شي.
نتانیاهو په دې وروستیو کښې د دغې طرحې تصویب ځنډول دی خو معترضان د دغې طرحې په بشپړه لغو کیدو ټینګار لري.