حماس:
صهیونیستي رژیم دې یوې تیارې راتلونکې په تمه ووسي
د فلسطین د حماس غورځنګ جګپوری غړی وویل: د مقاومت پراختیا او مخ په زیاتېدونکی ځواک ته په کتو سره، صهیونیست رژیم باید د یوې تیارې راتلونکې په تمه ووسي.
د صهیونیست رژیم چارواکو چي د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه او جنین کې د فلسطیني مقاومت له ځواکمنتیا څخه اندېښنه لري، په وروستیو میاشتو کې د یادو سیمو د کنټرولولو لپاره زیاتې هلې ځلې کړي او په ځلونو یې د اردن د سیند د لوېدیځې غاړې په مختلفو برخو منجمله جنین باندې عملیاتونه کړي چي د فلسطیني مقاومت له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي.
د ایرنا له راپور سره سم، د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس د مشرتابه دفتر غړی صلاح البردویل وویل چي په جنین کې د صهیونیستانو په وړاندې مقاومت او روانې پېښې د یو لوی بدلون سرریزه ده.
البردویل دې ته په اشارې سره، چي په جنین کې مقاومت په خپل کلک هوډ سره به پاڅون وکړي، جوته کړه: حماس په مختلفو سیمو کې د جنګ په میدانونو کې اړیکې ځان لپاره سپېڅلی ګڼي او غزه به هیڅ ځای کې د مقاومت د مبارزینو له ملاتړ څخه غفلت نه وکړي.
هغه د دې په بیانولو چي غزه به د جنین په شمول د اردن د سیند د لوېدیځې غاړې په ټولو سیمو کې له مقاومت څخه ملاتړ وکړي، زیاته کړه چي د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې مبارزین باید د اسرائیل د ناڅاپه بریدونو استراتیژي عملي کړي.
د حماس دغه جګپوری غړی، د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې له مقاومت او د فلسطین له ولس څخه د صهیونیست رژیم ویره د دې رژیم د جنایاتو د زیاتوالی لامل وباله.
صهیونیستي رژیم تېره اوونۍ د جنین په شمول د اردن د سیند په لوېدیځې غاړې باندې په یرغل سره، ۱۲ فلسطینیان یې په شهادت ورسول او ۱۴۰ تنه یې زخمیان کړ، د دغه دوه ورځنی یرغل پر مهال د جنین د روغتون په شمول زیات عامه تاسیسات د صهیونیستانو له لورې وران او په لسګونه عام فلسطینیان ونیول شول.