په نابلس باندې د صهیونیست رژیم د فوځیانو یرغل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i135728-په_نابلس_باندې_د_صهیونیست_رژیم_د_فوځیانو_یرغل
فلسطیني سرچینو د نابلس په شمول د اردن د سیند د لوېدیځې غاړې په ځینو سیمو باندې د صهیونیست رژیم د فوځیانو د یرغل خبر ورکړي دي.
(last modified 2023-07-15T05:42:04+00:00 )
Jul 15, 2023 10:08 Asia/Kabul
  • په نابلس باندې د صهیونیست رژیم د فوځیانو یرغل

فلسطیني سرچینو د نابلس په شمول د اردن د سیند د لوېدیځې غاړې په ځینو سیمو باندې د صهیونیست رژیم د فوځیانو د یرغل خبر ورکړي دي.

د اردن د سیند د لوېدیځې غاړې اکثره ښارونه په وروستیو میاشتو د صهیونیست رژیم د فوځیانو او د ښاریزو له  سختو بریدونو سره مخ شوي دي. په یادو بریدونو کې تر دې دمه د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ شمېر فلسطینیان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د فلسطیني سرچینو له راپور سره سم، د صهیونیست رژیم یرغلګرو ځواکونو تیره شپه د نابلس په جنوبي څنډو کې د کفرقلیل په کلي برید کړي دي.

د صهیونیست رژیم ځواکونو همدارنګه د نابلس په ختیځه کې د سالم په کېمپ او په نیواکي قدس کې د شعفاط په کلي هم بریدونه وکړي.

بل خبر دا چي د صهیونیست رژیم د کنسټ یا پارلمان غړی یستحاق کرویزر په نیواکي سیمو کې په وسلو باندې د صهیونیستي ښارګۍ میشتو د سمبالېدو غوښتنه کړې څو هغوی هم د فوځ په ترڅ کې په فلسطینیانو باندې برید وکړای شي.

دا په داسي حال کې دی چي اوس هم صهیونیستي ښارګی میشتو په تېرو څو میاشتو کې د عامو فلسطینیانو کورنه، ګاډې او کړهنیزې ځمکې ورسوځولي او په سلګونه فلسطینیان یې ټپیان کړي دي.