په نابلس باندې د صهیونیست رژیم د فوځیانو یرغل
فلسطیني سرچینو د نابلس په شمول د اردن د سیند د لوېدیځې غاړې په ځینو سیمو باندې د صهیونیست رژیم د فوځیانو د یرغل خبر ورکړي دي.
د اردن د سیند د لوېدیځې غاړې اکثره ښارونه په وروستیو میاشتو د صهیونیست رژیم د فوځیانو او د ښاریزو له سختو بریدونو سره مخ شوي دي. په یادو بریدونو کې تر دې دمه د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ شمېر فلسطینیان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د فلسطیني سرچینو له راپور سره سم، د صهیونیست رژیم یرغلګرو ځواکونو تیره شپه د نابلس په جنوبي څنډو کې د کفرقلیل په کلي برید کړي دي.
د صهیونیست رژیم ځواکونو همدارنګه د نابلس په ختیځه کې د سالم په کېمپ او په نیواکي قدس کې د شعفاط په کلي هم بریدونه وکړي.
بل خبر دا چي د صهیونیست رژیم د کنسټ یا پارلمان غړی یستحاق کرویزر په نیواکي سیمو کې په وسلو باندې د صهیونیستي ښارګۍ میشتو د سمبالېدو غوښتنه کړې څو هغوی هم د فوځ په ترڅ کې په فلسطینیانو باندې برید وکړای شي.
دا په داسي حال کې دی چي اوس هم صهیونیستي ښارګی میشتو په تېرو څو میاشتو کې د عامو فلسطینیانو کورنه، ګاډې او کړهنیزې ځمکې ورسوځولي او په سلګونه فلسطینیان یې ټپیان کړي دي.