د لبنان د ژغورلو لپاره یوې ملې هوکړې ته ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i135830-د_لبنان_د_ژغورلو_لپاره_یوې_ملې_هوکړې_ته_ضرورت_دی
د لبنان د حزب الله د غورځنګ د مرکزی شورا غړی له ټولنیزو او اقتصادي بحرانونو څخه د دې هیواد د ژغورلو په موخه د یوې ملي هوکړې په ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-07-17T05:13:48+00:00 )
Jul 17, 2023 09:42 Asia/Kabul
  • د لبنان د ژغورلو لپاره یوې ملې هوکړې ته ضرورت دی

د لبنان د حزب الله د غورځنګ د مرکزی شورا غړی له ټولنیزو او اقتصادي بحرانونو څخه د دې هیواد د ژغورلو په موخه د یوې ملي هوکړې په ضرورت ټینګار وکړ.

په تیر کال کې د میشل عون د ولسمشریز پړاو له ختمېدو راهیسې د لبنان پارلمان د پرلپسیو غونډو سربیره لاهم د ولسمشر په ټاکلو بریالی شوی نه دی.

د لبنان د حزب الله د مرکزی شورا غړی شیخ نبیل قاووق د دې هیواد د ژغورلو په موخه د ملي هوکړې ضرورت ته په  اشارې سره وویل: هغه ډلې چي د ننګونو د رامینځ ته کولو او د مقابلې په لټه کې وو له بندون سره مخ شوي دي خو مونږ د یوې داسي نژدې راتلونکۍ په تمه کې یو چي په کښې سیاسي خلاصون رامینځ ته شي، د لبنان د ولس کړاونه کم شي او د ولسمشر په ټاکلو بریالي شو.

هغه همدارنګه په لبنان کې د سوریې د کډوالو د پاته کېدو په هکله د اروپا د پارلمان د پریکړې په غبرګون کې وویل: اروپا د لبنان لپاره پریکړه نه شي کولای او دا کار د لبنان ملی واکمنۍ، کرامت او ثبات او یووالې ته ګواښ او سپکاوی بلل کیږي.

قاووق زیاته کړه: لبنان د اروپا د سپارښتنو پوره کولو ته مجبوره نه دی او دا د لبنان په ګټه ده چي هر څومره ژر چي ممکنه وي د سوریې له حکومت سره د کډوالو د بحران د هوارولو په هکله خبرې اترې وکړي.

د اروپا پارلمان تېره اوونۍ په اکثریت رایو سره، پریکړه وکړه چي په لبنان کې میشت سوري کډوال دغه هیواد کې پاته شي، اروپا د دې پرځای چي د سوریي د کډوالو له بیرته راستنېدو سره مرسته وکړي په لبنان کې د هغوی د پاته کولو پریکړه کړې چي دا د لبنان د حکومت د غوصې لامل شوی دی.