د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر د غمیزې خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i135846-د_اسرائیلو_پخواني_لومړي_وزیر_د_غمیزې_خبرداری_ورکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د قضايي بدلونونو د جنجالي لایحې د تصویبولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د کابینې له دباو سره سره د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر او د دغه رژیم د حکومت د مخالفو ګوندونو اوسني مشر یائیر لاپید د دغه لایحې د تصویبیدا په بڼه کښې د یوې غمیزې د رامینځته کیدا په هکله خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-07-17T20:30:36+00:00 )
Jul 18, 2023 00:58 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر د غمیزې خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د قضايي بدلونونو د جنجالي لایحې د تصویبولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د کابینې له دباو سره سره د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر او د دغه رژیم د حکومت د مخالفو ګوندونو اوسني مشر یائیر لاپید د دغه لایحې د تصویبیدا په بڼه کښې د یوې غمیزې د رامینځته کیدا په هکله خبرداری ورکړ.

د صهیونیسټ رژیم واکمنه کابینه نیت لري د جولاۍ د میاشتې په پاې کښې د  پارلمان (کنسټ) د وړې د چټیانو له پیلیدا مخکې د قضايي بدلونونو لایحه تصویب کړي.

د صهیونیسټ رژیم د حکومت د مخالفو ګوندونو مشر یائیر لاپیډ وویل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کابینه د یوې غمیزې په لور  زمونږ د وروستلو په حال کښې ده.

هغه په کابینې غږ وکړ د قضايي بدلونونو د لایحې د تصویبولو بهیر بند کړي او په دې زمینه کښې یوه حل لاره پیدا کړي.

د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر یائیر لاپید مخکې په پارلمان کښې د قضايي بدلونونو د  لایحې تصویبیدا ته په غبرګون کښې ویلي وو د دغه لایحې نهايي تصویبیدل به د بنیامین نتانیاهو د کابینې د ختمیدا سبب شي.

د صهیونیسټ رژیم په قضايي ادارې باندې د اسرائیلو د رژیم د واکمنې کابینه هڅې او په پارلمان کښې د مخالفانو د ائتلاف مقاومت په دغه رژیم کښې سیاسي اختلافات زیات کړي دي.