د عراق مشرانوسویډ پرضد د اسلامي هیوادونود ګډ اقدام غوښتنه وکړه
مقتدا صدر وویل امریکا په بغداد کی د سویډن د سفارت سوزول غندلی دی ، په داسی حال کی چی هغو په دغه موضوع کی د لاس وهنې حق نلری او بهتره ده چی د قران کریم سوزول وغندی .
د عراق د صدرډلې مشر مقتدا صدر له عربی اتحادیې او اسلامی ملګرتیا سازمان وغوښتل له اسلام او قران د ملاتړ لپاره په عراق یا بل هر هیواد کی بیړنۍ غونډه ترسره کړی .
سلون مومیکا پرون بیا په یوه سپکونکی اقدام کې په سټاک هوم کې د عراق د سفارت په وړاندی د قران کریم او عراقی بیرغ سپکاوی وکړ .
د عراق په بغداد کې د سید مقتدا صدر په سلګونو پلویانوپه سویډ کې دقران کریم له سپکاویو د دغه هیواد حکومت د پلویتوب په ضد په مظاهرې جوړولو سره د سویډد سفارت په لور په قهرجن انداز سره لاړل او په هماغو لومړنیو شیبو کې ئې د سویډ سفارت ته اور واچوه
په راپور کې وئيل شوي دي ، مظاهره چیانو د سویډ دحکومت په ضد شعارونه ورکول او د قرآن کریم د سپکاویو په پلویتوب کې ئې د سویډ دحکومت سپير اقدام په کلکه محکوم کړ.
مقتدا صدر وویل امریکا په بغداد کی د سویډن د سفارت سوزول غندلی دی ، په داسی حال کی چی هغو په دغه موضوع کی د لاس وهنې حق نلری او بهتره ده چی د قران کریم سوزول وغندی .
د عراق د ارتباطاتو وزیر هم د قران کریم د سپکاوی په اعتراض کې د سویډن له شرکتونو سره هر ډول ملګرتیا منع اعلان کړه .
په وروستیو کلونو کې په ځينو اروپائي هیوادونو په تیره بیا سکانډيناوي حوزې کې د مسلمانانو دمقدساتو سپکاوي شوي دي او حکومتي اورګانونو هم ورڅخه ملاتړ کړی دی چې ډيره د افسوس خبره ده