قزاقستان روسیې ته د پوځي تجهیزاتو لیږل رد کړل.
د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې د قزاقستان د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ روسیې ته د پوځی تجهیزاتو د لېږلو په اړه اعلان وکړ چې له قزاقستان څخه روسیې ته د دغه هېواد د پوځی تجهیزاتو د لېږلو ادعاوې حقیقت نه لري.

د قزاقستان د دفاع وزارت زیاته کړه چې دغه پوځي تجهیزات له قزاقستان سره هیڅ تړاو نه لري او په دریم هیواد پورې اړه لري او د نړیوالو تړونونو په چوکاټ کې استول شوي دي.
د قزاقستان د دفاع وزارت يادونه وکړه: د روان کال د اګست له ٢٧مې نېټې څخه په قزاقستان کې د وسلو او پوځي تجهيزاتو پر صادراتو بنديز لګول شوى او لا هم نافذ دى.
د قزاقستان د دفاع وزارت هم په دې برخه کې له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې ناتایید شوي مواد ته ځواب ورنکړي او یوازې په رسمي سرچینو باور وکړي.
د دوشنبې په ورځ ټولنیز فعال "لوکپان اخمدیاروف" په خپل فیسبوک پاڼه کې د قزاقستان د اورالسک-اتیراؤ لویې لارې په اوږدو کې د ټرک په واسطه د پوځي تجهیزاتو د لیږد عکس خپور کړ.