تاجکستان ته د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ شمېر زیات شوی
د تاجکستان هېواد چارواکي وایي، دغه هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ په شمېر کې د تیر کال په پرتله ۳۴ سلنه زیاتوالی راغلی.
د تاجکستان هېواد چارواکي وایي، دغه هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ په شمېر کې د تیر کال په پرتله ۳۴ سلنه زیاتوالی راغلی.
د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، د تاجکستان د حکومت اړوند د ګرځندوی پراختیا کمیټې مشر کمال الدین مومن زاده پنجشنبه ویلي چې دغه هېواد ته د تیر کال په پرتله د سیلانیانو په ورتګ کې ۳۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
کمال الدین مومنزاد زیاته کړه، د روان کال د جنورۍ او جون په میاشتو کې څه باندې ۶۲۸ زره بهرنیو اتباعو تاجکستان ته سفر کړی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸۱۸۶۷ ډېر دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پنځه هغه لومړني هېوادونه چې زیاتو وګړو یې له تاجکستان څخه لیدنه کوله، ازبکستان، روسیه، قزاقستان، ترکیه او د چین هېواد اړوند دي.
هغه وایي، د ارزونې له مخې په منځمهالي توګه هر سیلاني په تاجکستان کې د ورځې له ۲ سوه څخه تر ۲۵۰ ډالرو پورې لګښت کړی.
د ۲۰۲۳ کال له پیله په تاجکستان کې د ګرځندوی د پراختیا د ستراتیژۍ د تطبیق دوهم پړاو پیل شوی دی.