د عراق په شمال کې د PKK درې غړي ووژل شول
د ترکیې د کردستان د کارګر ګوند یو جګپوړی غړی له خپلو دوو ملګرو سره د اربیل په شمال کې د ترکیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د ترکیې د کردستان د کارګر ګوند یو جګپوړی غړی له خپلو دوو ملګرو سره د اربیل په شمال کې د ترکیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
ترکیې له ډیرې مودې راهیسې د عراق د شمال له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د PKK له ترهګرې ډلې سره د مقابلې ادعا کړې ده.
دغه یرغلونه د عراق د حکومت او د نړۍ د نورو هیوادونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.
د العربی الجدید خبری ویبپاڼې د راپور له مخې د عراق د کردستان سیمې یوې امنیتی سرچینې اعلان کړی چې د کردستان د کارګر ګوند (PKK) درې مهم قوماندانان د عراق د کردستان د اربیل په شمال کې د ترکیې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوي دي.
د دغه رپوټ له مخې دغه حمله د اربیل په شمال کې په ۵۰ کیلومترۍ کې د « سیدکان » په سیمه کې د « سنینی » په سړک شوې ده او د دغو دریو کسانو موټر د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې په نښه شو.
عیني شاهدانو ویلي دي چې په موټر کې دننه درې تنه وو او د موټر په نښه کولو وروسته بې پیلوټه الوتکې د څو ساعتونو لپاره د اربیل پر اسمان الوتلې.
د دغه رپوټ له مخې د وژل شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.
د ترکیې پوځ وړمه ورځ د عراق په شمالي ولایت سلیمانیه ښار کې د «بکر کینا» په نوم د PKK د یوه جګپوړي غړي د وژل کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې هغه د ترکیې پر پوځ او امنیتي ځواکونو د برید پلان درلود او د دې کار لپاره هغه د 2019 راهیسې تر روزنې لاندې و.
د ترکیې د دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې د روان کال له پیل راهیسې په عراق او سوریه کې د PKK ۱۱۰۲ غړي وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې بغداد د ترکيې بريدونه د عراق له ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د سرغړونې يوه بېلګه ګڼلې او د ترکيې د بريدونو د درولو غوښتنه يې کړې ده.