په جنین کې د فلسطیني ځوان شهادت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i137628-په_جنین_کې_د_فلسطیني_ځوان_شهادت
یو فلسطینی ځوان چې د صهیونیسټي رژیم په وروستیو تیریو کې ټپي شوی وو، شهید شو.
(last modified 2023-08-25T22:48:43+00:00 )
Aug 26, 2023 03:18 Asia/Kabul
  • په جنین کې د فلسطیني ځوان شهادت

یو فلسطینی ځوان چې د صهیونیسټي رژیم په وروستیو تیریو کې ټپي شوی وو، شهید شو.

صهیونیسټان د خپلو پراختیایي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره هره ورځ د فلسطین په مختلفو سیمو حملې کوي او په دروغجنو ادعاګانو سره فلسطینیان نیسي، ژوبلوي او یا شهیدانوي، خو د مقاومت ځواکونه د عملیاتو په ترسره کولو سره د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته ځواب ورکوی .

د فلسطین الیوم خبری سایټ د راپور له مخې، یوې سیمه ایزې سرچینې اعلان وکړ چې د «جبع» ښارګوټی یو فلسطیني ځوان عزالدین کنعان چې د تیرې می میاشتې کې په جنین ښار کې د صهیونیسټی رژیم د وروستیو تیریو په ترڅ کې ټپي شوی وو، د جمعې په ورځ په شهادت ورسید.

د دغه رپوټ له مخې نن سهار د غزې په ختیځ کې د ملکې په سیمه کې په مظاهره کوونکو باندې د نیواکګرو ځواکونو په حمله کې درې فلسطینیان ټپيان شوي دي او د بیت المقدس نیواکګرو ځواکونو په مظاهره کوونکو د اوښکې بهوونکی ګازو ګولۍ وویشتلې چې ځینو یې ژغورونکو ته مرګ ژوبله واړوله.

همداشان د تیرې جمعې په ورځ د اشغال شوی بیت المقدس په الاقصی جومات کې په لمونځ کونکو د صهیونیسټی نیواکګرو په حمله کې اته فلسطینیان ژوبل شول.

په بیت المقدس کې سیمه ایزو سرچینو خبر ورکړی دی چې مسجدالاقصی ته د ننوتو له یوې دروازې څخه په باب الاسباط سیمه کې په عبادت کونکو د نیواکګرو عسکرو په حملې کې اته فلسطینیان ژوبل شوی دی .

د فلسطین سرې میاشتې هم اعلان وکړ چې یو فلسطینی چې د صهیونیسټی پوځیانو د غږیز بم د چاودنې له امله یې پښه ماته شوې وه، له الاقصی جومات څخه روغتون ته انتقال شوی دی.

منابع محلی در قدس اشغالی از زخمی شدن هشت شهروند فلسطینی در حمله نظامیان اشغالگر به نمازگزاران در منطقه باب الاسباط یکی از ورودی‌های مسجدالاقصی خبر دادند.

 

هلال احمر فلسطین نیز اعلام کرد یکی فلسطینی که بر اثر اصابت بمب صوتی نظامیان صهیونیست دچار شکستگی پا شده بود، از مسجدالاقصی به بیمارستان انتقال یافت.