صهیونیسټ رژیم د حماس د مشرانو د ټرور ګواښ وکړ
ایرنا خبري اژانس د فلسطین د رسنیو په قول راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم د امنیتي کابینې غړي یوځل بیا د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د مشرانو د ټرور ګواښ ورکړ.
صهیونیسټ رژیم چې همدا اوس د فلسطین د مقاومت له توغندوي عملیاتو پوزې ته راغلي دي او د دغو حملو په شا د تمبولو توان نلري یوځل بیا د ټرور سیاست په خپلې اجنډا کښې شامل کړی دی او د فلسطین د مقاومت د مشرانو د ټرور ګواښ یې کړی دی.
د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په تیرې یکشنبې ورځ د اسماعیل هنیه مرستیال صالح العاروري ته د ټرور ګواښ وکړ.
د صهیونیسټ رژيم د امنیتي کابینې غړي او د اسرائیلو رژیم یوه وزیر یسرائیل کاتس وویل که چیرې د فلسطین د حماس غورځنګ مشران په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټ رژی پرضد عملیاتو ته د خلکو له هڅولو پښیمانه نشول اسرائیل به د دغو مشرانو د ټرور کولو اقدام وکړي.
د صهیونیسټ رژیم دغه وزیر دغه راز ډاګینه کړه هرڅوک چې وغواړي یهودیان قتل کړي نو بیه به یې ورکړي.
په همدې لړ کښې د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله هم پرون ټینګار وکړ په لبنان کښې د صهیونیسټ دښمن لخوا د ټرور هر ډول عملیات به له پریکنده او قوي ځواب سره مخامخ شي او هیڅکله به اجازه ورنکړو چې لبنان د ټرورونو په میدان بدل شي.
حسن نصر الله ډاګینه کړه هیڅ ګواښ به مقاومت بند نکړي بلکې د مقاومت د لا پیاوړي کیدا سبب به شي.